په ټاکنو کي د ښځينه محلونو د امنيت لپاره ښځينه وو ته د تالاشۍ روزنه ورکول کېږي

د کندهار د ټاکنو مسؤلين وايي، دا چې په ښځينه محلونو کې د ښځينه پوليسو شتون ته اړتيا ده نو د ښځينه پوليسو د کمښت له امله يې ٣٠٠ تنه ښځينه د ټاکنو د ورځې د امنيت لپاره پر دنده ګمارلي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ د ښځينه پوليسو مسؤلين وايي دا ښځينه به د ټاکنو په ورځ له دوى سره په تالاشۍ کي مرسته کوي او په مرکز او ولسواليو کي به دنده تر سره کوي.