بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ولسمشرغني ته په یو لیک کې خپله استعفی وړاندې کړې ده.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ولسمشر محمد اشرف غني ته په یو لیک کې خپله استعفی وړاندې کړې ده.

حکمت خليل کرزي په دغه لیک کې، چې په خپله ټویټر‌پاڼه کې یې خپور کړی دی، په حګومت کې د نظرونو ژور توپیر د خپلې استعفی لامل ښودلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال، په دغه مقام کې د ګمارنې او ورباندې د شوي اعتماد له امله، د افغان حکومت له رهبرۍ څخه مننه کړې.

د ولسمشر غني له خوا د نوموړي د استعفی د منلو او یا نه منلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي دي.

حکمت خليل کرزي په داسې حال کې له خپلې دندې استعفی ورکړې، چې ټاکل شوې د راتلونکي لمریز کال په حمل میاشت کې د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره شي.