د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې په مکسیکو دوه ګولونه ووهل، خو مکسیکو لوبډله په یو ګول هم بریالۍ نه شوه.
ارجنټاین په دې لوبه کې ښه پیل وکړ او د لوبې له پیل سره سم په دویمه دقیقه کې ورته ایکاردي ګول وکړ.
لومړۍ نیمایي یو د صفر مقابل کې د ارجنټاین په ګټې پای ته ورسېده، خو دویمه نیمایي کې په بل ګول هم دوی وتوانېدل او په ۸۷یمه دقیقه کې دیبالا ګول ووهلو.
لوبه په همدې ترتیب دوه د صفر په نتیجې سره د ارجنټاین په ګټه پای ته ورسېده.
په روانه نومبر میاشت کې دا دواړه لوبډلې دوه ځلې په خپلو کې سره مخ شوي، له دې وړاندې د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه هم ارجنټاین مکسیکو دوه صفر ماتې ورکړې وه.
د نړیوالو لوبو د تېرې شپې په نورو لوبو کې چیلي، هاندوراس ته څلور د یو مقابل کې، کوستاریکا، پیرو ته درې د دوه مقابل کې او ایکوادور پاناما ته دوه د یو مقابل کې ماتې ورکړې.
نصرت الله عمرزی