سه شنبه , 30 اپریل 2024

شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران د بي پي ایل ۲۲ مه لوبه وګټله

د بنګله دېش سوداګریز لیګ کې تېره ورځ د شهزاد محمدي دې لوبډلې چېټاګانګ وېکېنګز د ظاهر خان دې لوبډلې کولنا ټېټانز ته ماته ورکړه او د نومرو په جدول کې یې دوهم ځای خپل کړ.

توپ وهنه د شهزاد محمدي په اوپننګ پیل شوه، شهزاد محمدي په ۱۷ توپونو ۳۳ منډې وکړې او بیا کېچ اوټ شو.

مشفق الرحیم ۵۲ ، یاسرعلي ۵۴ ، ډسن شانکه ۴۲ ناسوځېدلې او نجیب الله ځدران بیا ۱۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دې لوبډلې کولنا لوبډلې ته د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۵ منډې هدف ورکړ.

کولنا لوبډلې په شل اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدوسره د لوبډلمشر محمدالله د ۵۰ منډو پر مټ ۱۸۸ منډې وکړې او لوبه ترې د شهزاد دې لوبډلې په ۲۵ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی مشفق الرحیم اعلان شو.

نن غرمه ۱۲ بجې کامېلا وېکټورینز او راج شاهي کېنګز لوبډلې مخ دي او مازدیګر پنځه بجې بیا د شهزاد دې او حضرت الله ځاځي دې لوبډلې لوبه کوي.

ریپوټ : سمیع الله درانی