د پاکستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پنځمه یو ورځنۍ لوبه نن چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي.
ټاکل شوې دا لوبه د مازیګر په درې نیمو بجو پیل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په څلورو ترسره شویو لوبو کې یې دوه پاکستان او دوه سویلي افریقا ګټلي او سیریز دوه په دوه مساوي دی.
که ننۍ لوبه هرې لوبډلې وګټله د سیریز اتله به شي.
نصرت الله عمرزی