د نوي کال په لومړۍ ورځ کابل کې د نوروز جام په نوم د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ یوه لس اوریزه لوبه ترسره کیږي.
ټاکل شوې دا لوبه سبا ماسپښین یوه د کابل ایوبي کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
دا لومړی ځل دی، چې د نوي کال په لومړۍ ورځ افغان کرکټ بورډ د کرکټ مینه والو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ لس اوریزه لوبه برابروي.
دغه لوبه د افغانستان ریډ او افغانستان بلو لوبډلو ترمنځ ده.