لیکنه: عبدالولي عمري
د اسیا په زړه کې د تاریخ نوې پاڼه واوښتله ، دلته ۹۷ یم کال خپلې وزرې ټولې د نوي کال د نوو بدلونو سره پیل کړې.
دې کال کې د راتلونکو خوښیو لپاره د ښېرازۍ فکري انګازې خپرې شوې، چي دا کال د لوبیز بهیر نوي ارمانونه پوره کوي، ځکه موږ ورته نوې لار پرانیستله.
پردې نوې لاره، نوي قدمونه ددې کال په لمړۍ ورځ اخیستل کیږي، ددې کال پیلنۍ ورځ د سولې سفیران په لس اوریزه لوبه سره پیلوي.
دا لس اوریزه لوبه د هېواد په مرکز کابل کې په یو خصوصي کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي ، دا لوبغالی د ایوبي کریکټ لوبغالي په نوم مشهور دی، چي د کابل په ارزان قیمت سیمه کې د سید جماالدین په ښارګوټي کې موقعیت لري.
د ایوبي کرکټ لوبغالي په نړیوال سټنډرډ ۲۰۱۸ کال په لمړیو کې د لوبو لپاره چمتوشو، دا لوبغالي په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې په یوه وخت کې ۸۰۰۰ زره کسان د لوبې ننداره له نږدې کولائ شي.
په دې ایوبي کرکټ لوبغالي کې د شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره ۱۰۰۰۰ افغانۍ قیمت ټاکل شوی تر څو په ښه کیفیت لرونکي لوبغالي کې لوبغاړي یو د بل پروړاندي ولوبیږي.
د ایوبي کرکټ لوبغالي سره د ایوبي کرکټ اکاډمۍ هم شته چې تر ۸۰۰ زیات د کرکټ زده کوونکي د خارجي کوچ په مرسته زده کړه تر لاسه کوي.
دې اکاډمۍ ته ځینې وخت د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي لکه محمد نبي، شاپور، ګلبدین، سمیع الله شینواری، شراف الدین، نجیب الله ځدران او همزه هم د تمریناتو لپاره راځي.