پاکستان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه او پوره ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره استرالیا ته د ۲۸۵ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې محمد رضوان ۱۱۵ او شعیب ملک ۶۰ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
استرالیا لوبډلې د آرون فینچ په ښې توپ وهنې سره یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان سره ۴۸م اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.
آرون فینچ ۱۵۳ ناسوځېدلې او خواجه ۸۸ منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی فینچ وټاکل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربه توب متحده عربي اماراتو کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کیږي، چې لومړۍ لوبه یې هم استرالیا لوبډلې ګټلې وه.
خبریال: نصرت الله عمرزی