د کابل ځوانانو او بلخ لیجینډز لوبډلو ترمنځ لوبه کې لومړی توپ وهنه کابل لوبډلې وکړه.
په شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره بلخ لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.
راشد خان انګلنډي راوي بوپارا باندې یو اور کې څلور شپږیزې او یوه څلوریزه پرله پسې ووهلې.
راشد ۵۶ ناسوځېدلې لاري ایوینس ۶۴ منډې وکړې.
د بلخ لیجینډز لوبډلې د نیدرلینډي ریان ټین ډزچیټ په چټکې توپ وهنې سره یاد هدف ۱۹م اور کې د دوه لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.
ریان ۷۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
بله لوبه کې د کندهار نایټس لوبډلې ننګرهار لیوپارډز لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف ورکړی وو.
ننګرهار لوبډلې یاد هدف ۱۹م اور کې د ۴ ویکټو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.
د دې سیالیو په لړ کې نن مازیګر ۴ نیمې بجې د ننګرهار او پکتیا پتنرس لوبډلو ترمنځ او د شپې په ۸ نیمو بجو به د بلخ لیجنډز او کندهار نایټس لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شي.
نصرت الله عمرزی