I P Lکرکټ سیالیوکې ممبيي لوبډله هم پاینل ته ووته

تېره شپه د هندوستان پریمیرلیګ کرکټ سیالیو په لړکې ممبيي انډیانس لوبډلې په ۶ ویکټو کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د لوبې بچه ممبیي لوبډلې وګټله او کلکتې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

کلکتې لوبډلې په ۱۸،۵ اورنوکې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۰۷ منډې یې جوړې کړې،چې پکې سوریاکوماریادوف ۳۱ او ایشانک جاګي ۲۸ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې،اوممبيي لوبډلې ته یې ۱۰۸ منډو هدف وټاکه.

دممبيي له خوا په توپ اچونه کې کرن شرما ۴ جاسپريټ بومرا ۳ جانسن ۲ او لاسیت مالینګا یو لوبغاړی وسوزولو.

ممبيي لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۴ لوبغاړو په سوزیدو سره په ۱۳ عشاریه ۳ اورنوکې پوره او پای لوبې ته یې لار ومندله.

په ممبيي لوبډله کې کرونال پنډیا ۴۵ ناسوزیدلې او روحیت شرما ۲۶ ترنورو ښې منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی کرن شرما وټاکل شوچې په خپلو څلورو اورونوکې یې ۴ لوبغاړي وسوزول او۱۶ منډې یې ورکړې.

ددې سیالیو پای لوبه سبا ماښام ۷ بجې د ممبيي او رایسينګ پوني سوپر جینټ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

نصرت الله عمرزی