دفاع وزارت وایي وایي بدخشان کې د یو هوایي برید په پایله کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د دفاع وزارت ویاند فواد امان رسنیو ته ویلي، چې یاد هوایي برید د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د راټولېدو پر یو مرکز شوی، چې ۸ وسلوال طالبان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
ځایي امنیتي مسوولین وایي، وسلوالو طالبانو غوښتل چې دغلته د ملي اردو پر پوستو برید وکړي، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې د افغان ځواکونو له هوایي برید سره مخ شول.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.