پاکستان کې د سیند د پاسه د کیبلي زانګو د یوه مزي د شلېدو له امله په یوه کابین کې بند پاتې کسان وژغورل شو

‏د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ وايي، پوځ او د سیمې خلکو هغه اته کسان ژغورلي چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په یوه لرې پرتې سیمه کې د سیند د پاسه د کیبلي زانګو د یوه مزي د شلېدو له امله په یوه کابین کې بند پاتې وو. کاکړ ویلي چې بند پاتې شوي ټول ماشومان ژغورل شوي دي.