کولرا (Cholera)

• کولرا یوه حاده اسهالي ناروغي ده چې د وایبریو کولرا باکټریا (serotype 01) په واسطه رامنځته کیږي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په ګانګس نومي کلي کې وپیژندل شوه؛ له هغه وروسته په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ پیښې په اپیډیمیک او پانډیمیک شکل لیدل شوي دي.
• اومه پانډیمي، د E1 Tor biotype په سبب، په ۱۹۶۱ کال پیل او د منځني ختیځ په لور تیته شوه چې بیا په افریقا کې په انډیمي بدله شوه. په ۱۹۹۰ کې پیرو ته ورسیده او په سهیلي او مرکزي امریکا کې تیته شوه. د ۲۰۰۰ کال د آګسټ میاشتې راپدې خوا په سویلي افریقا کې په کتلوي توګه خپره شوې ده. E1 Tor د کلاسیک وایبریو په پرتله ډیره مقاومه ده او په ۵٪ واقعاتو کې په مزمن ډول لیږدول کیږي. یو نوی کلاسیک 0139 سیروټایپ وایبریو په ۱۹۹۲کال په بنګلدیش کې وموندل شوه چې یوه نوې پانډیمي یې پیل کړه.
• د انتان انتشار د ناروغ د غایطه موادو یا د استفراغ او یا د ډیرو تحت کلینیکې پیښو په سبب صورت نیسي. دا مکروب په تازه اوبو کې ۲ اونۍ او په مالګینو اوبو کې د ۸ اونیو لپاره ژوندی پاتې کیدلی شې.
• دا ناروغي د منتنو اوبو د څښلو، د کبانو او د هغو غذا وو له لارې انتقالیږي کومې چې د مچانو یا د ناقل د لاسونو په واسطه منتن شوې وي.

کلینیکې موندنې
• شدید اسهال پرته له درد څخه یا کولیک چې په ناڅاپه توګه پيليږي
• استفراغات
• لږ وروسته وصفي «د وریژو اوبو = rice water » په بڼه غایطه مواد خارجیږي چې مخاط او شفافې مایع ورسره ګډې وي
• کولرا په شدت سره د مایعاتو او الکټرولایټونو د ضیاع سبب کیږي چې په پایله کې یې شدید ډیهایډریشن او عضلي دردونه منځ ته راځي.
• شاک او oliguria لیدل کیږي خو د ناروغ شعور په ځای وي
• مړینه د وینې د دوران د حادې عدم کفایی په پایله کې ډیر ژر منځ ته راتللی شي
• د مناسبې درملنې په پایله کې دا اعراض ډیر ژر ښه کیدلی شي
• اکثراً دا انتان یوه خفیفه ناروغي له خفیف اسهال سره رامنځته کوي، اما کله کله یوه ډیره شدیده ناروغي (Cholera sicca) رامنځ ته کیږي، چې پدې صورت کې مایعات متوسع امعا ته ضایع کیږي او مخکې لدې چې وصفي معایی اعراض انکشاف وکړي د ناروغ د مړینې سبب کیدلی شي. په ماشومانو کې ډیره خطرناکه کیدلی شي.
• د دې ناروغۍ تشخیص په اپیډیمیک حالاتو کې په آسانی سره کیږي، اما په نورو حالاتو کې تشخیص باید په باکټریولوژیک ډول سره وشي.
• د dark field microscope د غایطه موادو په نمونه کې وصفي متحرک وایبریو کولرا باکټریاوې ښیی. او د کلچر لپاره نمونې کولای شو د مقعدي سواب یا غایطه موادو څخه لاسته راوړو.

درملنه
• د وینې د دوران پایښت د اوبو او الکټرولایټونو په معاوضه کولو سره ډیر اهمیت لري. ژر اقدام کول د انذارو په ښه والي کې ستره ونډه لري. د ډیهایډریشن درجه د ناروغ له ظاهري بڼې څخه ارزولی شو.
• او آر اس ORS د ډیریو ناروغانو لپاره ډیر موثر او مصون دی. ORS سره د مقاومې نشایستې علاوه کول د مایعاتو ضیاع او د اسهال موده په کاهلانو کې لنډولی شي، ځکه د سودیم جذب په امعا کې ډیروي.
• رنگر لکټیټ Ringer Lactate د وریدي معاوضې لپاره ډیر ښه مایعات دی. کله چې ناروغ ډیهایډرې شي استفراغ معمولاً دریږې، په دې وخت کې باید مایعات د خولې له لارې د 500ml/h په اندازه ورکړل شي. د مایعاتو اړتیا هر ۸ ساعته وروسته باید د ضایعاتو په اساس وارزول شي.
• د مایعاتو مجموعي اړتیا کیدای شي د ۲-۵ ورځو په ترڅ کې تر ۵۰ لیترو پورته شي.
• په ماشومانو کې باید د مایعاتو توازن په دقیقه توګه تر نظر لاندې ونیول شي ځکه هغوی هایپوګلایسیمیا ته کاندید دي.
• په کاهلانو کې د ټټراسایکلین، doxycycline اوciprofloxacin کارول د وایبریو اطراح او مایعاتو ټولیز ضرورت کموي.

مخنیوی او وقایه
• د شخصي حفظ الصحې په پام کې ساتل حیاتي ارزښت لري.
• د څښلو اوبه باید پاکې وي او یا داچې وویشول شي.
• له غذا سره د مچانو له تماس څخه باید مخنیوی وشي.
• فمي واکسین تر لاسه کیدلی شي خو ډیر لږ موثریت لرلی شي.
• د اپیډیمي په ترڅ کې د عوامو پوهاوی او د اوبو د منابعو کنټرول ډیر ارزښت لري.
• د واکسین تطبیق او د ټټراسایکلین کارول د اهمیت وړ دي.
• د ضایعاتو disinfection او د لاسونو په سمه توګه مینځل د انتشار ګواښ تر ډیره کموې.
کاپي….