آیا پوهيږي چې Lumpy skin disease څه ډول ناروغي ده ؟

انسانان اخته کولاي شي که نه؟ د اخته څارويو غوښه يا شيدې خوړلای شو که نه ؟
دا د څارويو د پوستکي يوه فوق العاده ساري وايرسي ناروغي ده چې غواګانی ، خسکيان او اوزې اخته کوي . ناروغئ د مچیو یا سپګو د چیچلو له لارې څارويو ته انتقاليږي. دا ناروغي اوس مهال په اندميک ډول په افريقا کې وجود لري خو اوس اوس منځني ختيځ ته هم سرايت کړې دې . ساينس پوهان لګيا دي پدې کار کوي چې څرنګه نورو هيوادو ته د نوموړي ناروغي انتقال مخه ډب کړي . دا ناروغي د يو هيواد اقتصاد ته ړېر زيان رسولي شي ځکه چې له ېوې خوا څاروي مري او له بلې خوا . ناروغئ پرمهال د دوي د شيدو توليد بیخي کم او د څارويو د عقامت لامل هم ګرځي . د ناروغي څخه بشپړه شفا ښاېې 6 مياشتې ونيسي.
دا ناروغي د فومیتس په واسطه هم خپریږي لکه د ککړو وسایلو او په ځینو مواردو کې په مستقیم ډول له څارویو څخه څارویو ته.
د څارويو نوموړی ناروغي نادرا انسانان اخته کولاي شي خو د ناروغ څاروي د غوښې او شيدو د خوړلو پواسطه انسانان نه اخته کيږي. البته دا‌عمومي سپارښتنه ده چې غوښه ښه پخه او شيدې ښه جوش شي او بیا وخوړل شي.
د مطلب ادامه په لاندې لېنک کې لوستلای شي‌.
ژباړه

درنښت
پوهاند داکتر محمد ناصر کامه وال