ولې يوې دندې ته نه شارت ليست کيږو؟

ولې يوې دندې ته نه شارټ ليسټ کيږو؟
له زدکړو وروسته د هر شخص هيله او ارزو وي تر څو د خپل مسلک او وړتياوو په اساس يوه مناسبه دنده ولري. د هېواد د تېرو څو لسيزو ناخوالو دا چاره د ټولو نویو فارغ زده کړيالانو پر وړاندې يو څه ستونزمنه کړې، نسبت نورو هيوادونو ته په افغانستان کې د فراغت څخه وروسته تر ډیره دوی کلونه د دندې په لټه کې ستړي او بالاخره ناهيلی شي.

هر ځای چې د کار لپاره غوښتنه کوي نتيجه يې د دوی د غوښتنې خلاف راوځي علتونه واضح دي د هغو شرايطو او غوښتنو نه پوره کول کوم چې د يوې د ندې د اعلان پر وخت له تاسې غوښتل شوي وي همدارنګه د بې کارۍ لوړه کچه او په دولتي او خصوصي سکتور کې ځينې نا انډولۍ تر ډيره بريده د دې ځوانانو د کار مخه نيولي. هيره دي نه وي، هغه څه چې له تاسې سره په راتلونکي دنده کې ډیره مرسته کولی شي د انګليسي ژبې او کمپيوټر زدکړه ده.

د دندې غوښتونکی بايد پر انګليسي او کمپيوټر دومره برلاسی وي چې ورځني چاري پرې پر مخ یوسي. ځينې لارې چارې شتون لری چې په تعقيبولو سره کولی شي د دندې په پيداکولو کې له تاسې سره مرسته وکړي او غوښتنليک مو د نورو پړاوونو لپاره انتخاب شي. دلته پر څو ټکو خبري کوو.

د يوې سټنډرډ (معیاري) سي وي درلودل:
سي وي درلودل په اوس وخت کې د هر کارکونکي لپاره اړينه ده که وايو د همدغې سی وي پر واسطه ستاسې زدکړې مهارتونه، تجربې اوشخصي معلومات څيړل کيږي او د نورو پړاوونو لپاره اقدام نيول کيږي. ډير ځوانان د سي وي په جوړولو کې ستونزې لري چې نشي کولی يوه ښه مناسبه سي وي جوړه کړي او ټول هغه موارد پکې ‌ځای پر ځای کړي کوم چې د يوه کارکوونکي لپاره اړين دي،
لکه دCover Letter) ) شخصي معلومات، د کاري تجربې برخه او تخنيکي مهارتونه يې ښې بيلګي دي. چې په نشتون کې يې غوښتنليک ‌له پام غورځيږي. په سي وي کې له ډیرو رنګونواو ډیزاین څخه ډډه وکړئ. ښه سی وي هغه د چې ساده او منځپانګه یې کره معلومات ولري. ځينې وخت تاسې يوې دندې شارټ ليسټ ياست مګر ستاسې په سي وي کې ورکړل شوي د اړيکو شميري او ايميل ناسم وي چې تاسې له دغې رقابتي پروسې پاتي کيږئ.

د خپل مسلک تعقيبول:
لمړی کوښښ بايد وشي تر څو د خپل مسلک اړوند او یا خپل مسلک ته نژدي دنده ولټوو پر خپل کاري ساحه کې دنده کول ډير ښه او ګټور ثابتېږي تر څو له خپلو زدکړو او وړتياوو په سمه توګه استفاده وکړو، ډير وخت زموږ کاري قوه پر خپل ځای کار نکوي هغه څه چې دده د کار ساحه وي له هغې پرته پر نورو برخو کې مصروف وي علت يې هم په خپله برخه کې د کار کولو چانس کم وي او يا يې په‌ هغه برخه کې وړتيا هومره نه وي، چې دا د راتلونکو ځوانانو په حق کې زیاتی او ورسره د کارونو په مخ ته تلو کې لوی خنډ وي چې تاثيرات يې د کارونو پر وخت نه ترسره کيدل، له خلکو سره نه مسلکي برخورد دی. د نه شارټ لیسټ کیدو یو علت یې دا هم ده چې تاسې د خپل مسلک پرته نورو برخو ته غوښتنليک استوی.

د غوښتنليک د ليږلو لارې چارې:
کله هم چې غواړي دندې ته غوښتنليک واستوی د اعلان شوي دندې ټول شرايط او غوښتنې په نظر کې ونيسئ سي وي داسې تربیت ‌کړی چې ټول هغه شرائط پوره کړي چې يوې مؤسسې، شرکت، او دولتي سکتور د نويو کارکونکو د د‌جذب لپاره ټاکلي وي. په اوس وخت کې د دندې د پیداکولو لپاره ان لاين غوښتنليک ليږل يو عام معمول ده. چې د دندې ورکونکي د غوښتنليکونو د تر لاسه کولو مختليفي لارې چاري د دندې د اعلان په پای کې ذکر کوي، چې ډيره عامه يې د ايميل په وسيله د غوښتنليک استول دي همدارنګه په ټاکل شويو ويب پاڼو کې د آنلاين فورم په ډکول ځينې وخت مؤسسات، شرکتونه خپل يو مشخص فارمټ لرونکی فورم لري چې ډکول يې مهم شرط وي د دغو لارو په وسيله کولی شئ د‌‌ دندې لپاره خپل غوښتنليک جمعه کړی.

زموږ يو شمير ځوانان له دغو لارو چارو سره د نه بلدتيا او نا آشنايي له امله د دندې په پيداکيدو کې ستونزې لري. ځينې وخت دوی د ټولنيزو شبکو له لارې يو شخص يا يوې پاڼې ته خپله سي وي په غير رسمي ډول ليږي‌ چې دا لار هيڅ وخت ګټوره نه تماميږي او د وخت له ضايع کولو او چانس له لاسه ورکولو پرته نور څه ندي. د يوه ښه ايميل په ليکلو تاسې کولی شي د دندې ورکونکي توجو د ځان لپاره جذب کړی داسې چې د ايميل د پيل جمله زړه راښکونکي وي، د ايميل منځپانګه داسې وليکل شي چې د خپلو تجربو، زدکړو، مهارتونو ته پکې په ډير لنډ ډول یادونه شوي وي.همدارنګه د ايميل عنوان او د دندې د اعلان حواله په پوره دقت سره وليکئ تر څو ستاسې غوښتنليک په سيستم کې معلوم وي چې د کومې دندې لپاره يې غوښتنه کړي.

د دندې نوم Position Title) (او د دندې د اعلان حواله (Reference) دواړه د ايميل په عنوان يا ) کې لیکل کیږي. Subject Line )
او د ايميل په پای کې د ايميل د پای کلمات ځای پر ځای کړئ. د غوښتنليک ليږلو پر وخت د غوښتونکي موسسي، شرکت یا دولتي ارګان ايميل په دقيق ډول وليکئ. په پای کې خپله سي وي له ايميل سره ضميمه کړئ. هيره مو نه وي چې هر غوښتنليک له ليږلو وروسته د هغې دندې ټول معلومات له ځان سره کاپي کړی چې د راتلونکو مرحلو امتحان يا مرکې پر وخت له تاسې سره ډیره مرسته کولی شي.

درنښت
کاپي: له نن ټکي اسيا له سايټ څخه.