د هندي سینما وتلی ستوری جیګي شرف وایي

غریبان وو؛ تقریبا یوولس کاله مو په یو اطاق کې ژوند کاوه، مور به مې چې وټوخېدله هم به پرې را وېښ شوم.

کله چې شهرت او پیسې مې پیدا کړی، غټ کور مې واخیست او د کور هر غړې ته مې ځانته کوټه ورسېده، مونږ ډېر خوښ وو خو داسې ورځ را ورسېده چې مور مې په خپله کوټه کې مړه شوې وه مونږ حتی پرې خبر شوي هم نه وو.

مطلب دادی؛ د ژوند هېڅ حالت بې حکمته نه دی، هر حالت یې خپله ښېګڼه او بدي لري.

په هر حال باید د خدای تعالی شکر ادا کړو.

بصیرسلطاني

©