عالیه بټ او رنبیر کپور واده وکړ

د باليووډ مشهور ستوري رنبیر کپور او فلمي ستورې عالیه بټ د واده مراسم د هند په ممبی کې د رشي کپور په کور کې ترسره شول. له تیرو څو ورځو راهیسې د دوی د واده آوازې وې. په دغو مراسمو کې د هند مشهورو شخصیتونو ګډون کړی وو.

له تیرو څو ورځو راهیسې داسې آوازې وې چې د باليووډ مشهور ستوري رشي کپور د زوی او مشهور فلم جوړونکي مهی بټ لور عالیه بټ د واده مراسم کیدای شي په دوبي کې وي.

په دې واده کې د باليووډ د مشهورو ستورو د ګډون ترڅنګ نږدې ټول کپور کورنۍ هم ګډون لاره. د ټولنیزو رسنیو له انځورونو څخه معلومیږي چې واده په ډېرو شاندارو مراسمو سره شوی دی.