د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال سره کتلي

د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې په بانکي محدوديتونو، د کوکنارو د کښت او قاچاق د مخنيوي په لارو چارو او د اقلیمي بدلون تر څنګ په یو شمېر نورو سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي. سیاسي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت غواړي نور په افغانستان کې د جنګ پاڼه واړوي، له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له مقابل لوري څخه هم ورته هيله لري. ستانکزي له پوتزل غوښتي، چې د کوکنارو د کښت د بديل په ترويج، د بانکي محدوديتونو په لرې کولو او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخو کې خپلې مرستې ونه سپموي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د نړیوالو همکاریو زمینه برابره کړي.