خوګیاڼو کې د یو سر ګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي

د ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو اړوند احمد خېلو سیمه کې د هوایي ځواکونو په برید کې د یو سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یاد وسلوال د هوایي بریدونو په پایله کې په نښه شوي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو د دې برید په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.