د ترکيب او عبارت تر منځ توپير

لیکواله : رضيه سلطان

ترکیب اوعبارت دواړه جلا نحوي اصطلاحات دي؛ خو د پښتو ژبې په ګرامرونو

کې بیا ځینې ګرامر پوهانو ګډ لیکلي او د نوموړو نحوي اصطلاحاتو تر منځ یې

هېڅ توپیر ندی کړی.

د پښتو ژبې په ګرامرونو کې دا او دې ته ورته نورې ستونزې ځکه تر اوسه په

خپل ځای پاتې دي؛ چې په پښتو ژبه کې لاهم غیر مسلکي ګرامر لیکنه روانه

ده.

د پښتو ژبې زیاتره ګرامرونه یا مستشرقینو لیکلي او یا هم هغه دیني عالمانو

لیکلي چې خپله په پښتو ژبه سم نه پوهېدل چې په دواړو ډولو کې یې د پردیو ژبو ښه پرېمانه اغېز لیدل کیږي.

خو پښتو ژبې ته د ترکیب او عبارت موضوع له عربي څخه راغلې چې تر اوسه پورې د څیړونکو له خوا په یوه مفهوم استعمالیږي. د ترکیب او عبارت تر منځ توپیر

د ترکیب او عبارت اصطلاحات د پوره څېړنې او شننې وړ دي. لکه څرنګه چې

ډېری ګرامر پوهانو دنوموړو اصطلاحاتو توپیر کړی او ډېری بیا یو شان بللي

دي نو ځکه تر ټوتو لومړی د دوی نظرونو ته ورځو.

اول هغه نظرونه را اخلو چا چې یادو اصطلاح ګانو ته نیمګړی کلام ویلی او یا

یې هم یوه موضوع بللې ده، چې په دغه برخه کې تر ټولو لومړی د محمد اعظم

ایازي پښتو نحوې ته ور ګرځو او لازم تعریفونه ترې راوړو.

ایازي کلام په دوه ډوله وېشلی، چې یوه ته یې تام کلام او بل ته ناقص کلام ویل

کیږي. دتام کلام څخه یې مطلب جمله او دناقص کلام څخه یې مقصد ترکیب دی

له ده وروسته ښاغلي صدیق الله ریښتین هم تقریبا دی ته ورته نومونه کړېده دی

پخپل کتاب پښتو ګرامر کې لیکي چې کلام په دوه ډوله دی ۱: جمله ۲: ناقص

کلام چې ناقص کلام یې د ترکیب او نیمګړي ترکیب په نومونو هم یاد کړی دی.

دترکیب په په باره کې ښاغلی زیار هم یادونې لري اوترکیب یې د جملې هغه

برخه بللې ده چې پوره مطلب ونه شي رسولای؛ خو دعبارت سره یې بیا فرق نه

دی ښوولی او څه یادونه یې هم نه ده ترې کړې نه یوازې دا چې ښاغلي زیار یې

توپیر نه دی ښودلی بلکې ریښتین، ایازي او اغلې زرغونې هم یوشان بللي دي.

خو ځنیې ګرامر پوهانوپه خاصه توګه پوهاند محمد صابر خوېشکي اوپوهاند

محمد اقا شېرزاد یې بیا لاندې فرقونه ښوولي دي.

۱: په عبارت کې که ساده وي یوه کلمه د بلې کلمې تابع ګرځي اوکه مرکب وي

نو یوه برخه د بلې برخې تا بع ګرځي مګر په ترکیب کې بیا دا ځانګړنې نه لیدل

کیږي لکه: لاندې باندې، هلته دلته، له تاسره اونور

۲: عبارت له دوو خپلواکو مورفیمونو څخه جوړشوی وي خو په ترکیب کې

کېدای شي نا خپلواکه کلمې هم راشي لکه: له ښاره، له کتابه اونور.

۳: د نحوي اساساتو له مخې امتزاجي ترکیبونه په عبارتونو کې نه شاملیږي مګر

زموږ ګرامر پوهانو هغه هم په ترکیب کې راوړي دي لکه: جلالاباد، پښتون

کوټ اونور.

۴:تکراري کلمې یا مورفیمونه هم عبارت نه بلل کیږي مګر په ترکیبونو کې را

تلای شي لکه:پټ پټ ، غرونه غرونه اونور.

۵: د تاکیدي ترکیبونو په نوم چې زموږ ګرامر پوهانو په ترکیب کې راوړي هغه

هم په ترکیب کې نه بلکې په عبارت کې راځي لکه: کټ مټ ، ټک ټوک اونور.

۶: په عبارت کې معاون فعلونه لکه: یم، وم، دی، یاست، ده اوداسې نور چې

خپلواکې کلمې ندي نوځکه په عبارتونو کې نه بلکې په ترکیبونو کې شمېرل کیږي

لکه انسان یم، انسان دی اوداسې نور.

۷: په عبارت کې هغه کلمې چې د عطف د توري )او( په واسطه یو ځای کیږي

هم شاملې نه دي لکه: خوراک او څښاک، احمد اومحمود اونور

۸: اداتي ترکیبونه هم دعبارت ځانګړتیاوې نه لري لکه: په کورکې، په پوهنتون

کې اوداسې نور.

په پورته څرګندونو کې ښکاره شوه چې ترکیب او عبارت دوه بېلې کلمې دي او

یو له بل سره توپیر لري. عبارت هم پوره مفهوم نه شي رسولای بلکې مرکب

مفهوم ارایه کوي، خو توپیر یې دا دی چې عبارت د خپلواکو کلمو څخه جوړ وي

یوه برخه یې د بلې برخې تابع وي.

اخځلیکونه:

۱ ایازی، محمد اعظم. ) ۱۳۲۷ لمریز(. پښتونحوه. پوهنې وزارت. کابل: عمومي

مطبعه.

۲ رښتین، صدیق الله. ) ۱۳۷۲ ل.ل(. پښتو ګرامر. د هاشمي ژباړه. پیښور:

یونیورسیټي بک ایجنسي.

۳ زیور، زرغونه. ) ۱۳۸۲ ل.ل(. پښتو نحوه. پیښور: ساپي پښتوڅېړنو پراختیا

مرکز.

۴ شېر زاد، محمد اقا. ) ۱۳۸۱ ل.ل(. پښتو نحوه . دکابل د ښونې او روزنې

پوهنتون: پښتو څا