د شېرزادو وروستۍ پېښې څېړنې په موخه ګډ پلاوی ټاکل شوی

د افغانستان دفاع وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، د افغان پوځ تر ټولو لوړ رتبه پلاوی چې مشري یې لوی درستیز جنرال بسم ‌الله وزیري کوي له امریکايي ځواکونو سره په ګډه ننګرهار ته تللی او د ننګرهار وروستۍ پېښه څېړي.

دفاع وزارت دغه ګام وروسته له هغې پورته کوي، چې وړمه ورځ په ننګرهار کې د افغان پوځ په یونیفورم کې یو برید کوونکي په ډزو سره دوه امریکايي عسکر ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

په یاد برید کې همدار راز دفاع وزارت د یو افغان سرتیري وژل کېدل او د درې نورو ټپي کېدل هم تایید کړي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د یادې پېښې په اړه یکشنبه رسنیو ویلي وو، چې شېزادو سیمه کې عملیات روان دي او تر اوسه موږ ته دا معلومه نه‌ ده چې برید کوونکی کوم نفوذي کس وو او که په سهوې سره پېښه رامنځته شوې.

که څه هم په شېرزدو ولسوالۍ کې د وسلوالو ډلو فعالیت لا هم شته، خو د شېزادو وروستۍ پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی منلی.

ناټو دا ډول بریدونه د (زرغون پر ابي) یا (Green on Blue) په نوم یاد کړي.

(Green on Blue) هغو پېښو ته وايي، چې په ‌کې د افغان سرتېرو له لیکو پر بهرنیو عسکرو د ټوپک شپېلۍ ور واوړي او بهرنیاتو ته پکې مرګ ـ ژوبله پېښه شي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو ۴۰ ورځو کې د ننګرهار له پېښې سره یوځای ټول ‌ټال شپږ امریکايي عسکر وژل شوي په اسې حال کې، چې د تېر میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یوازې ۴ عسکر وژل شوي و.