د ملالې میوند او موټر چلوونکي محمد طاهر قاتلین ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یوه ټویټ کې ویلي چې د انعکاس راډیوتلویزیون د خبریالې ملالې میوند او موټر چلوونکي محمد طاهر قاتلین یې نیولي.
ورته مهال د ننګرهار والي ضالحق امرخیل هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د شهیدې ملالې میوند او د هغې د موټر چلوونکي قاتلین یې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې نیولي دي او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی.
دوی دواړو لیکلي چې د مجرمینو د اعتراف ویډیو به یې ډېر ژر خپره شي.
بل پلو آزادۍ راډیو هم یو خبر خپور کړی، چې پکې ویل شوي دي د دغې رسنۍ د خبریال الیاس داعي قاتلین ونیول شول.
د داعش خراسان څانګې د دغې ډلې اړوند ویبسایټ کې د انعکاس راډیو تلوېزیون د خبریالې او خپرونو پر مخ وړونکې ملالې میوند او د هغې د موټر چلوونکي محمد طاهر د قتل مسؤلیت منلی دی.