د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن دوشنبه د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه اسلام اباد ته ولاړ.
عبدالله عبدالله پر ټویټر پاڼه لیکلي چې دی به د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم، ولسمشر، پارلمان او مشرانو جرګې رئیسانو او بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او وره سره به په افغانستان کې د سولې ټېنګېدو په اړه خبرې وکړي.
هغه هیله ښودلې چې دغه لیدنه کې به په ټولو کچو کې د متقابلې همکارۍ نوی فصل پرانیږي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان د تیرې وږې میاشتې پر پنځمه نېټه له عبدالله عبدالله سره د ټلیفوني خبرو پر مهال نوموړي ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړې وه.