پکتیا کې د دویمې سرحدي لوا قوماندان ډګروال ګوجر خان امان وایي چې نن سهار ناپېژاندو وسله والو د لوګر مرکز پل علم اړوند خضر بازار سیمه کې د دې لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض په ډزو وژلی دی.
نوموړی زیاتوي، چې فریدون فیاض له کابل څخه ګردیز ته د دندې پر لور روان و، چې د وسله والو له برید سر مخ شوی، چې نوموړی وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی.