مولوي لودین وايي د طالبانو او امریکا خپلمنځي تړون د بین الافغاني مذاکراتو اساس نشي کېدلای

دوحه کې د بین الافغان مذاکراتو لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی مولوي عطاالله لودین وایي، افغان حکومت د طالبان او امریکا ترمنځ خپلمنځي تړون کې شریک نه و او لاسلیک یې پرې نه دی کړی، نو ځکه دا تړون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اساس نشي کېدلی.

لودین وایي، د دولت مرکچي پلاوي لپاره د بین الافغاني مذاکراتو اساس مشورتي لویه جرګه ده چې دوی ته یې د خبرو واک او سپارښتنې ورکړې دي.

په هغه مرکه کې چې د سولې چارو کې د دولت وزارت له رسنیو سره شریکه کړه ده مولوي لودین وایي، د مذاکراتو طرز العمل برخه کې د حنفي مذهب موضوع هم د طالبانو لخوا رامنځته شوې، خو د افغان دولت پلاوی هېواد کې د مذهبي اختلاف یا د لږکیو دې اندېښنو لېرې کولو لپاره د جعفري فقهې پر یادونه هم ټینګار کوي.

مولوي لودین هیله څرګنده کړې چې اختلافي ټکي به ختم شي، اصلي خبرې به پیل شي او د اصلي خبرو پیل سره به طالبان افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته هم غاړه کېږدي.

په تېرو څو ورځو کې افغان پوځي چارواکو او همدا راز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان تور لګولی چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

جنرال سکاټ مېلر وایي، دوحه کې خبرې ښې روانې دي،‌ خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

همدا راز افغان پوځي چارواکي وایي، طالبان غواړي د تاوتریخوالي په ډېرولو سره د مذاکراتو پر مېز برلاسي شي.

خو ملا خیرالله خیرخوا وایي، تاوتریخوالی په اصل کې د مقابل لوري لخوا ډېر شوی او دوی یوازې د افغان پوځ هوایي بریدونو او چاپو ته غبرګون ښیي.

په قطر کې د سولې خبرو سره هم مهاله په سیمه ییزه کچه د ملاتړ ترلاسه کولو، په تېره بیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو لپاره هم هڅې روانې دي.

ټاکل شوې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي.

دغه راز تمه ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به هم په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي.

عمران خان د جمعې پر ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د تیلیفوني‌ خبرو پر مهال افغانستان کې د اوربند ملاتړ څرګند کړی و.