واورې ښوېدنو تېره یوه میاشت کې ۷۲ کسان مړه کړي

طبیعو پېښوته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په دای کندي ولایت کې د واورې ښوئېدنې له امله ۲۱ کسان مړه شوي دي.
د طبیعو پر وړاندې د مبارزې وزرات زیاتوي، چې په یوه میاشت کې په ټول افغانستان کې سړې هوا، واورې او ورښتونو ۷۲ کسان مړه کړي او ۴۸ نور یې ټپیان کړي دي.
د یاد وزارت د معلومات له مخې د سلواغې یا دلوې میاشتې له پیل څخه تر دې دمه ټول افغانستان کې د طبیعي پېښو او سړې هوا له امله ۷۲ تنه مړه شوي او نږدې ۵۰ کسان ژوبل شوي دي.
د یادودلو ده چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د تېرې دوشنبې په ورځ په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری هم ورکړی و.