د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، عملیات افغان ځواکونو د پروان په چاریکارو ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه تر سره کړي، چې پر مهال یې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه یې ژوندي نیول شوي او د یادې ډلې د مهماتو یوه ډيپو له منځه وړل شوې.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.