چاودنه نن مازیګر د کندهار د پنځمې ناحیې اړوند د پېرو کلاچې په سیمه کې د چارج شوي موټرسایکل بم چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ملکیان ټپیان دي.
بارکزی وایي د چاودنې موخه تر اوسه نه ده معلومه.
وسله والو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.