یکشنبه , 28 اپریل 2024

باجوړ کې څلورو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اووښتې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ډېورېنډ فرضي کرښې ته څېرمه باجوړ ایجنسۍ کې په یوه وسله وال برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د یاد هېواد طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د پېښې مسوولیت منلی.

خو شېنهوا خبري اژانس بیا د پاکستاني پوځیانو له قوله خبر ورکړی، چې پېښه کې یو پوځي وژل شوی.

له دې وړاندې د تېرې شنبې په ورځ هم بلوچستان ایالت کې څلور پاکستاني عسکر په یو برید کې وژل شوي وو.