د ملي اردو چارواکي وایي د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یو مهم قومندان په ګډون د یادې ډلې ۹ غړي په هوایي عملیاتو کې وژل شوي دي . د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند محمد حنیف رضایي پرون رسنیو ته وویل د چمتال ولسوالۍ په جر قلعه سیمه کې تیر ماذیګر هوایي عملیات شوي چې پایله کې یې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسیون مهم غړی مولوي سردارمحمد له ۸ نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی. وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.