په ترکیه کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې ویلي چې په دغه هېواد کې ۳ سوه زره افغانان رسماً ثبت شوي چې اکثره د لنډې مودې لپاره دغه هیواد ته تللي دي خو د هغوی په منځ کې ۴۸ زره د اوږدې مودې د اقامت اسناد لري.
د دې ټولنې د معلوماتو پر اساس د ترکیې حکومت د روان میلادي کال له پیله د جون تر ۲۲ پورې ۱۵ زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.