ته راشه بارانه

شاعر: پیر محمد کاروان

ته راشه بارانه د یوه تږي ګل غوښتنه ده

تاته یې نېولې بس پولۍ پولۍ لمنه ده

 

ته راشه بارانه د بلبل نغمه له تندې مري

ماته یې په ستوني کې تېره د ازغي ستنه ده

 

ته راشه بارانه ماشومانې غوټۍ مړاوې دي

پټه یې په ګونځو کې هم تا لره بلنه ده

 

ته راشه بارانه د رحمت له پرښتو سره

خاوره د وطن مې توده تېغنه ده تبجنه ده

 

ته راشه بارانه چې لښکر ګلونه و ناڅي

دوی وايي چې خامخا راځي د سولې ژمنه ده

 

ته راشه بارانه چې کاروان شم د اوبو سرود

مانه د اوبو ښاپېرۍ سخته ګیله منه ده