‏تورخم کې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخنيوی وشو

ننګرهار ولايتي چارواکي وايي تورخم کې د ګمرک مسئولينو په يو بار وړونکي موټر کې د بېلابېل ډوله قيمتي ډبرو ۲.۶۵ کيلو ګرامه سمپلونه نيولي دي، چې پاکستان ته قاچاق کېدل.
په نيول شويو قيمتي ډبرو کې ياقوت، بيروج، آفګینت او فرورایټ شامل دي.