په یاد ولرئ چې تور او شین چای دواړه Tannins لري، کوم چې د منرالونو سره اتصال پيدا کوي او د خوړل شوو منرالونو د جذب ظرفیت کموي.
نوټ:
که غواړو چې عادت مو خراب نشي او بدن ته مو زيان ونه رسيږي ښه داده چې د زيتونو د پاڼو له چاي څخه ګټه واخلي هم ثواب او هم روغتيايي ګټې لري او دبلې خوا اقتصاد هم پياوړی کوي.
۱.د زيتونو د پاڼو چاي هيڅ کافين نلري . عام شين يا تور چاي ډېر کافين لري چې کارول یې روغتيايي ستونزي رامنځته کوي لکه بې خوب ،سردردي ،د زړه دضربان زياتوالې، ويره او روږدی کيدل.
۲.د زيتون پاڼوچاي د عادي شين چاي په نسبت ډېره انرژي توليدوي دوه چنده زيات antioxidant او څلور چنده زيات ويتامين سي Vitamin C لري.
۳. د زيتونو د پاڼو چاي لاندې نورې روغتيايي ګټې هم لري :
– د atherosclerosis او د ويني لوړ فشار خطر کموي .
– د type 2 diabetes په درملنه کې مرسته کوي .
– وزن کموي.
– د بدن معافيت سیستم پياوړی کوي.
-تب خال يا herpes سره مجادله کوي
-التهاب يا inflammation کموئ.
درنښت
پوهاند داکتر ناصر کامه وال..