خدای مو دې رسټورانټ ته وروله

په امریکا کې د پیزا یو مشهور برانډ اعلان کړی چې د دوی په دوکان کې هغه څوک وړیا پیزا خوړلای شي چې د دوی یو اسانه شرط پوره کړي.

د کېري پیزا په نوم کمپنۍ چې د امریکا په کلېفورنیا فریسنو ښار کې موقعیت لري داسې اعلان کړی چې که څوک له ځیرک موبایل او ټابليټ کارونو پرته خپله پیزا وخوري یوه وړیا پیزا ورته ورکوي.

د کېري پیزا کمپنۍ دې کڅوړې ته «له یو بل سره په تخفیف خبرې کول» نوم ورکړی او بریالي کس ته چې د دوی په رسټورانټ کې له موبایل کارونو پرته پیزا وخوري وړیا پیزا ډالۍ کوي.

د رستورانت مسوولینو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له دې چارې یې موخه دا ده چې کورنۍ او ملګري په ځیرک موبایل کې د بوختېدو پر ځای په خپل منځ کې سره خبرې او مجلس وکړي او له پیزا خوړلو خوند واخلي.

دوی یو بل شرط دا هم ایښی چې که یو څوک یوه وړیا پیزا وګټي، د بلې د ګټلو لپاره باید لږ تر لږه ۲۴ ساعته وروسته رسټورانټ ته لاړ شي