دغه څلور ډوله خواړه مو د خوب ۹۰ سلنه ستونزې حل کوي

په اوسني وخت کې د خوب اړوند ستونزې ډیرې زیاتې دي، په سختۍ ويده کېدل د راپاڅېدو سره موجوده خسته ګي او دا ډول نورې ګڼې ستونزې د خوب کيفيت له منځه وړي او انسان نشي کولای چې د خوب څخه هغه ګټه ترلاسه کړي کومه چې د بدن لپاره اړينه ده.

د خوب څخه وړاندې نيم ګيلاس ګرمې شيدې څښل د خوب دا ډول ستونزې په ښه شکل حل کوي، په ځانګړي ډول ددې سبب کېږي چې يو کس ته سمدلاسه خوب ورشي، دوهم شي چې د خوب د کیفیت لپاره یې کارولی شو هغه شات دي، کولی شو مخکې له ويده کېدو يوه کاشوغه شات يا په شيدو کې ګډ کړو يا په نيم ګيلاس چای کې، ددې ترڅنګ بادام او چارمغز هم مخکې له خوب څخه خوړل د خوب ګڼې ستونزې حل کوي.