د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه له چک ‌جمهوریت سره ۴ – ۴ مساوي پای ته ورسېده

‏د لویو وچو فوټسال سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه له چک ‌جمهوریت سره ۴ – ۴ مساوي پای ته ورسېده. د کانټینټال فوټسال سیالۍ د ټایلنډ هیواد په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې ترسره کیږي، چې د اګسټ میاشتې له ۷ـ ۱۳ مې نېټې پورې دوام کوي.