د اميتا بچن واده

د هندي سېنما تر ټولو مشهور ستورې امیتابهـ بچن څو لسیزې وړاندې واده کړی و، خو تر اوسه یې د خپل واده په اړه ډېرې کیسې نه وې کړې.

خو نن تاسې ته د هغه د واده په اړه مالومات درکوو چې په څه ډول یې واده وکړ او چېرته یې د خپل واده مراسم ونمانځل؟

په هندي رسنیو کې د خپرو شویو مالوماتو له مخې، امتیابهـ بچن له نننه ۴۶ کاله وړاندې واده وکړ او بچن په لومړي ځل د خپل واده په اړه له رسنیو سره مالومات شریک کړي.

هغه وايي، په پام کې وه له خپلې مېرمنې جایا بچن سره د یوه فلم د انځور اخيستنې لپاره بهر ته سفر وکړي څو فلم یې ډېر زیات خلک خوښ کړي.

دواړو هڅه کوله چې د فلم د جوړولو لپاره زر تر زره لندن ته سفر وکړي، خو کله چې یې پلار خبر شو، امتیابهـ بچن ته يې شرط کېښود چې له سفر وړاندې باید واده وکړي، خو هغه ورسره نه منله.

بچن لیکي، پلار یې بالاخره مجبور کړ چې لندن ته له سفر وړاندې له جایا بچن سره چې د یوه فلم په تکل لندن ته په سفر تلل په مينګل سیمه کې په یوه کرایه کور کې واده یې وکړ او بیا د سفر موزې پر پښو کړې.