د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کرېکټ بورډ له مسولینو او د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د یوې قوي او ویاړلې کرېکټ ملي لوبډلې څښتن دی او ټول لوبغاړي یې د هېواد لپاره ویاړ دي.
نوموړي زیاته کړې؛ لوبغاړي باید درک کړي چې افغان حکومت او ولس یې همکار او تر شا ولاړ دی.
سرپرست وزیر له لوبغاړو غوښتي، چې هېواد ته د تېر په څېر په ملي او نړیواله کچه افتخار راوړي او په عمل کې اسلامي اخلاق او هېوادنۍ مینه تمثیل کړي.