‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره کتلي

‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چاترټن ډکسن سره په لیدنه کې ویلي، چې بریتانیا دې په غټ زړه له افغان‌‌ چارواکو سره تعامل ته را وړاندې شي.
متقي هیله څرګنده کړې، چې بریتانیا کې باید د افغانانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ‏افغانستان سیاسي استازولۍ دوې ته وسپارل شي.
دې لیدنه کې ښاغلي ډکسن ويلي، چې افغانستان کې له لسیزو وروسته امنیت تامین شوی او له دې فرصت څخه بايد په بېلابېلو برخو کې ګټه واخیستل شي.