د خواړو نړيوال پروګرام وايي، افغانانو سره د وريجو مرسته کوي

‏د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر وايي، د جنوبي کوریا د حکومت له خوا مرسته شوې څه باندې ۲۵۰۰ مټریک ټنه وریجې د دوی ګودامونو ته تسلیم کړای شوې. د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه وریجې به د افغانستان په ختیځ کې پر زیانګالو کورنیو ووېشل شي.