‏د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې جنوبي کوریا له افغانستان سره د څه باندې ۲۵۰۰ ټنه وریژو مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې ددې مرستې لومړۍ جوپه افغانستان ته را رسېدلې ده او پهخبره، چې دغه مرستې به د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.