د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت پر څانګه دوه چاودنې رامنځته شوې دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې تېره شپه څه دپاسه دولس بجې د سلام په یاده څانګه کې ماین چاودنه رامنځته شوې، چې په کې د سلام سیمه ییز دفتر پوره زیانمن شوی دی.
د یاد وزارت د رسنیو مشاور شېرشا نوابي رسنیو ته ویلي دي؛ کله، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل او د پلټنې په موخه یې عملیات پیل کړل؛ نو له لومړۍ چاودنې ۴۵ دقیقې وروسته دویمه چاودنه په ونه کې د نښلول شوي ماین په وسیله رامنځته شوه او یو پولیس سرتېری یې ټپي کړ.
نوموړي څرګنده کړې، چې په پېښو کې د دغه بنسټ کارکوونکو ته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو د سلام مخابراتي شرکت څانګې ته یو میلیون افغانۍ مالي زیان رسیدلی دی.