‏د شانګهای همکارۍ سازمان غړو، د سیمې امن او ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړلی بللی دی

د دې سازمان په هغه ګډه اعلامیه کې چې د نوي ډیلي په مشرۍ د دوی د انلاین غونډې په پای کې خپره شوې راغلي، چې د دې سازمان غړي د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له تروریزم او مخدره موادو ‏پاک افغانستان ملاتړ کوي. په اعلامیه کې راغلي، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل ضروري ګڼي، چې د ټولنې ټول قشرونه په کې ونډه ولري.