‏د عمران خان تر نېول کېدو وروسته تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې د لاریونونو اعلان کړی دی

د دغه ګوند مرستیال شاه محمود قریشي په خلکو غږ کړی چې احتجاج ته راووځي. هغه ویلي، چې عمران خان د پاکستان د راتلونکې لپاره مبارزه کوي او په دې لار کې باید یواځې پرېنښودل شي.