د مور د ورځې په مناسبت د کرن خان نوې سندره

د پښتو ژبې نامتو هنرمند کرن خان د مور د نړيوالې ورځې په مناسبت نوې سندره خپره کړې ده، چې مور ته يې ډالۍ کړې ده.

دغه سندره چې سرليک ورته (مور) ورکړل شوى دى، د بشير ګواښ ليکلى نظم دى چې کمپوز يې کرن خان په خپله جوړ کړى دى او د پېښور په يمي سټوډيو کې يې ريکارډ کړې ده.

دا د کرن خان د نوي البم (ګلقند) بله سندره ده، چې نوموړى له څه وخت راهيسې د خپلو البمونو سندرې په يوټيوب، فېسبوک او نورو ځايونو کې خپروي او کېسټونه يې نه خپرېږي.

کرن خان چې د پښتو معياري موسيقۍ او معياري شاعرۍ يو ځانګړى نوم دى، ډېرى البمونه يې خپاره شوي دي چې په لر و بر کې پښتنو د هغه سندرې خوښې کړي او ستايلى يې دى.

د يادولو ده چې دا د کرن خان د (ګلقند) البم دريمه سندره ده، له دې مخکې د (سولې) او (وبا ده) په نوم د دغه البم دوه نورې سندرې هم نوموړي په خپل يوټيوب چېنل کې خپرې کړې دي.

کاپي…