‏د هوا پېژندنې ادارې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راتلو اټکل کړی دی

‏د هوا پېژندنې ادارې د زمري له لومړۍ تر درېیمې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راتلو اټکل کړی دی. د اوبو او انرژي وزارت دیادې ادارې د اټکل له مخې پر ټویټر لیکلي، د دې ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راتلو ډېر اټکل د کابل او ننګرهار ولايتونو کې کړی دی.