زرين خان: نيا چې مې ژوندۍ وه کور کې مو پښتو ويله، زما يوازې څو لفظونه ياد دي

د هندۍ سينما نوموتې پښتنه هنرمنده زرين خان وايي، چې هغه غواړي يو ځل سوات ته لاړه شي او د خپلو نيکونو سيمه له نږدې څخه وګوري.

نوموړې وايي، کله چې يې نيا ژوندۍ وه، نو په کور کې به يې پښتو هم ويل کېده، خو په وېنا يې، چې اوس د هغې يوازې د پښتو څو لفظونه زده دي.

د هندي سينما نوموتې هنرمنده زرين خان په خپله يوه مرکه کې وايي، چې د هغې نيکه د سوات په سيمه کې زېږېدلى و او د هند تر وېش مخکې هغه هند ته راغلى و.

نوموړې وايي، نيکه به مې راته د سوات په اړه ډېرې کيسې کولې، پخواني عکسونه يې هم راته ښودل، سوات مې په عکسونو کې ليدلى دى، ډېر ښايسته ځاى دى، خو اوس حالات داسې نه دي چې زه يې ليدو ته لاړه شم.

زرين خان وايي، که چېرته د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې ښې شوې، نو هغه غواړي چې د خپل نيکه وطن سوات ته لاړه شي او دغه سيمه له نږدې څخه وګوري.

هغه وايي، چې زموږ مورنۍ ژبه پښتو ژوندۍ ساتل ډېر مهم دي، خو زما يوازې څو لفظونه ياد دي. نوموړې وايي، چې زما نيا چې کله ژوندۍ وه نو په کور کې به مو پښتو ژبه ويل کېده، زموږ مشرانو به په خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې، خو زما نه ده زده.

کاپي…