سايبين Soybean

ليکوونکى : Abdulhaq Ihsas
سايبن يو له مهمو پلي لرونکو نباتاتو له جملې دي چې افعانستان ته په ( ٨٢ ١٣) کال له امريکا اوکورياڅخه راوړل شوي دي،هدف يې دسوې تغذيې له منځه وړل دي سايبين دپروتين غوره منبغ ده چې ( ٣٦% ) پروتين او( ٢٠% ) غوړي لري اوسپنه کلسيم اونورموادهم لري
( ٧٠ ) ډوله خوندوره غذا تري جوړيږي چې په روزمره ژوندکې ترې ګټه اخلو سايبين چه په ډېری هېوادنو کي کرل کيږي کلني توليدي (٢)ميلونه ټنه دي
سايبين علاوه دپروتين څخه معدني مواد امينو اسيدونه هم لري او غوړي بې له دکلسترول څخه دي
سايبين پکار ده په منظمه توګه وکرل شي په غير منظمه توګه کرل يې ښې پايلې نه وکوي
.
د کښت لپاره يې ځمکه بايد داسې جوړه کړو چې لرونکې د مستقيمو قطارونو وی چې د قطارونو تر منځ يې فاصله د ۷۰-۸۰ سانتی مترو پورې وي . تخم بايد د دوچې په هواره برخه کې وکرل شي ترڅو ۱/۳ برخه يې تشکيل کړي وي . تخم داسې وکري چې ۳ سانتي متره په زمکه کې ژور او ۸ سانتی متره يو دبل څخه لرې وي . که په همدې فاصلې سره تخم وکرو نو د يو جريب لپاره ۱۰ لس کيلو ګرامه تخم بسنه کوي زيات تخم کرل د نبات د چپه کېدو او ماتيدو سبب ګرځي .