سوله کې عزت پروت دی

سوله غواړو سوله کې عزت پروت دی

سوله کې د ژوند اصل لذت پروت دی

 

سوله غواړو جنګ نه غواړو ای خلکو

سوله کې عزت جنګ کې ذلت پروت دی

 

سوله کې ارام ژوند د خوښیو دی

سوله کې مو پام ګورﺉ عفت پروت دی

 

سوله چې وي ظلم او زیاتی نه وي

سوله کې ژوندون د عدالت پروت دی

 

سوله ازادي ده سوله امن ده

سوله کې د پاک الله رحمت پروت دی

 

سوله ارامي جنګ بدبختي راوړي

سوله کې خوښي جنګ کې نفرت پروت دی

 

سوله چې وي هر ځای ورورولي وي هم

سوله کې والله چې محبت پروت دی

 

سوله کې ډاکتر امرخېل خوښ بریښي

سوله کې یې ژوند په حقیقت پروت دی

احمدضیأ”امرخېل“